AhlulBayt News Agency

source : hadj.ir
Saturday

10 August 2019

12:57:10 PM
968000

Message of Imam Khamenei on 2019 Hajj pilgrimage, in PASHTO language

Message of Imam Khamenei on 2019 Hajj pilgrimage, in PASHTO language:

د حج سترې غونډې ته د اسلامی انقلاب د ستر لارښود پیغام 

    

بسم‌ اللّه‌ الرّحمن‌ الرّحیم

والحمدللّه ربّ العالمین و صلّی اللّه علی رسوله الکریم الامین، محمّد خاتم النّبیّین، و علی آله المطهّرین سیّما بقیّة اللّه فی الارضین، و علی اصحابه المنتجبین و من تبعهم باحسان الی یوم الدّین.

په هر کال کښې د حج موسم، په اسلامی امت باندې د پروردګار د رحمت دوره ده، د قرآن دعوت« وَ اَذِّن فِی النّاسِ بِالحَج»، د تاریخ په اوږدو کښې ټولو ته د دغه رحمت دسترخوان دعوت دې چې هم یی زړونه هم یی روح او هم یی فکر او عقل له دغه برکاتو ګټه پورته کړې او هر کال د حج درسونه او زدکړې، د خلکو د ډلې په وسیله سراسرې اسلامی نړۍ ته ورسیږې.

په حج کښې د ذکر او عبودیت املیت چې په روزنې او پرمختګ کښې د فرد او د ټولنې د وده اصلی عنصر دی د ټولنې او د یووالی ترڅنګ د یو امت سمبول دی، حج له دغه سره د یو مرکز نه او د یو مشترک هدف په لار کښې حرکت چې د امت د خوځښت او هڅې رمز د توحید پر بنسټ ولاړ دې. د حج کوونکو ورته یووالی او د توپیر نشتوالی د تبعیض لرې کول او د فرصتونو عام کول دی.

د اسلامی ټولنې اصلی بنسټونو ټولګه په یو وړوکې لید کښې څرګنده کوې. هر یو له احرام، طواف، سعی، وقوف، رمی او حرکت او سکون د حج په عملونو کښې، د ټولګې د سمبول یوې برخې ته اشاره ده چې اسلام له دغه اړینی ټولنې وړاندې کړې ده.

له یو بل نه لرې سیمو او هیوادونو خلکو ترمنځه د شتو او علم تبادله، د تجربو او د پوهې او تجربو عمومی کول، د زړنو نږدې والی او د ګډ دښمن سره مقابلې لپاره د توان راغونډول د ستر حج له لارې لاس ته راوړل دې چې د سلګونو خلکو غونډو سره دا توان نشې ترلاسه کېدلی.

د برائت قانون معنا له ټولو بی رحمو، ستمو، بدرنګو او فسادونو نه کرکه کول ده او د هر زمانی او دوران د ظالمانو، مغرورو او ځورونو مخامخ ودرېدل دې. د حج یو لوی برکت او فرصت د مسلمان مظلومه ملتونو لپاره دې. نن برائت او کرکه له شرک او مغروره کفر او په سر کې له امریکا نه برائت او کرکه د مظلوم وژنې او له جنګ زیاتوالی په معنا دی،د ترهګرۍ د مرکزونو لکه داعش او د امریکا بلک واټر محکوم کولو په معنا دی. د اسلامی امت له اړخه د رژیم او د صهیونیست او د هغه د ملاتړو او مرسته کوونکو د بدنیتۍ په معنا دې. د امریکې له اړخه جنګ زیاتوالی محکومیت او د هغې په غرب آسیا او شمال افریقا غونډې حساسو سیمو کښې مرستیالو چې د ملتونو خفګان او مصیبت یی تر پایی رسولې او هره ورځ نور غټ مصیبتونه هغې ته په غاړه کوې محکوم کولو په معنا دې، د نژاد پالنې او تبعیض پر اساس د رنګ او نژاد پر اساس نه د کرکې په معنا دې. د استکبار او غرور پر اساس چلند نه کرکه او د عادلانه او مودبانه او شرافت نه ډک چلند په مقابله کښې د فتنې نه ډک او د خباثت نه ډک تجاوز کوونکې قدرتونو نه د کرکې په معنا دې، چې اسلام هغې ته ټولو ته بلنه ورکوې.

دا لږ غونډې برکتونه د حج ابراهیمی دی چې ناب اسلام، مونږ هغې ته غوښتې یو او دا یو مجسمه سمبول د اسلامی نړۍ ارمانونه دې چې هر کال د مسلمانانو په وسیله حج ترسره کولو سره یو عظیم او له معنا نه ډکه غوره نمایش رامنځته کوې او د بیان په ژبه، ټول د دارنګه ټولنې لپاره هڅه کولو ته را بلې.

د اسلامی نړۍ اشراف چې له هغې یوه ډله اوس هم د بېلابېلو هیوادونو نه راغلې او د حج په مراسمو کښې شتون لرې چې یوه درنده او خطرناکه دنده په اوږه لرې، دا درسونه باید په همت او نوښت سره د ملتونو ډلو او عمومی افکارو ته منتقل شې او معنوی فکر او هڅې او تجربې او پوهنې د هغې په لاس ترسره شې.

د اسلامی نړۍ نن یو مهمه ستونزه، د فلسطین ستونزه ده چې د مسلمانانو د سیاسی ټولو ستونزو په سره کښې د هر مذهب او نژاد او ژبې ستونزه ده، په فلسطین کښې د دې وروستی پېړۍ کښې لوی ظلم ترسره شوې دې. په دردوونکې کیسه کښې د یو ملت هرڅه ځمکه، کور او پټې او ټولې شتمنې، حرمت او هویت ضبط شوې دې. دغه ملت د الله توفیق سره ماتې نه دې منلې او ورستو شوې نه دې او نن له پرون نه زیات جوش او زړورتیا سره په ډګر کې موجود دې، خو ولی د دغه کار پایلې د ټولو مسلمانانو د مرستې ته اړتیا لرې. د پېړۍ د چال معامله چې د ظالم امریکه په وسیله او د هغه د غداره ملګرو مرستې سره برابر کړې دې. د بشری ټولنې په حق کښې جنایت نه یواځې د فلسطین ملت سره دی بلکې مونږ ټول د فعال شتون سره د دغه مکار دښمن ته ماتې ورکولو لپاره غواړې او د الله حول او قوة سره هغې له او د هغې ټولو مکاره چلند او نورو مغرور او استکبار د همت او ایمان مقاومت سنګر په مقابله کښې ماتې سره محکوم کوو. قال اللّه العزیز: اَم یُ‍ریدونَ کَیدًا فَالَّذینَ کَـفَروا هُمُ ال‍مَکیدون.  صدق اللّه العلیّ العظیم. توفیق، رحمت او عافیت او د طاعات قبلېدل د الله نه تاسو ټولو حاجیانو لپاره د الله نه غواړم.

 سیّدعلی خامنه‌ای

14مردادماه1398 مصادف با 3ذی‌الحجّه1440

................................................
End/ 257