AhlulBayt News Agency

source : Pars Today
Monday

20 August 2018

1:43:03 PM
906211

Message of Imam Khamenei on 2018 Hajj pilgrimage, in PASHTO

The message of Imam Khamenei on 2017 Hajj pilgrimage, in PASHTO

ای خوږو حجیانو! په سوریې، عراق، فلسطین، افغانستان، یمن ، بحرین، لیبیا ، پاکستان ، کشمیر او میانمار او نورو سیمو کې د مظلومانو او اسلامي امت لپاره دعا هیره نه کړئ او له خدایه وغواړئ چې د امریکا او نورو مستکبرانو او د هغوی د ګوډاګیانو لاسونه غوڅ کړي.

ګلونو اوریدونکو سلامونه ، د نورو کلونو په شان سږ کال هم د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود  حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د حج په مناسبت خپله مهمه وینا خپره کړه چې  نن سهار  د ایرانیو حجیانو مشر او د ولی فقیه استازي  حجت الاسلام والمسلمین قاضی عسکر  د عرفات په دښته کې ولوستله.  په دې شیبې کې د رهبرۍ د ستر مقام د وینا  د متن پښتو ژباړه تاسو ته وړاندې کیږي:

 

بسم‌اﷲ‌الرّحمن‌الرّحیم

و الحمد للّه و الصّلاة علی رسوله المصطفی و آله الاطهار الابرار و صحبه الاخیار. قال اللّه تعالی:  وَ اَذِّن فِی النّاسِ بِالحَجِّ یَأتوکَ رِجالًا وَ عَلیّْ کُلِّ ضامِرٍ یَأتینَ مِن کُـلِّ فَجٍّ عَمیقٍ ‍‍× لِیَشهَدوا مَن‍ـافِ‍ـعَ لَهُم  وَ یَذکُرُوا اسمَ اللهِ فیِّ اَیّامٍ مَعلومات.
دغه عرشي انګازه هماغه شان زړونه ځانته رابلي او له پیړیو او پړاوونو، انسانیت  ته د توحید په چورلیز د غونډیدو بلنه ورکوي. د انسانیت هر وګړی د دغه ابراهیمي بلنې مخاطب او  پرې ویاړمن دی؛ که څه هم ځینې غوږونه یې وانه اوري او  زړونه د غفلت او  جهالت تر پردې لاندې، له هغه بې برخې پاتې شي، او که څه هم  ځینې کسان دغه نړیوالې او همیشنۍ میلمستیا ته  د ورتګ وړتیا په ځان کې پيدا نه کړي او یا یې په هر سبب توفیق ونه مومي.

اوس تاسو په دغه لورینې لورول شوې او د خدای د میلمستون په  امن وادۍ کې مو ګام ایښی دی.

 عرفات او مشعر او منی، صفا او مروه او بیت، مسجدالحرام او مسجدالنّبی، د دغو مناسکو او  مشاعرو هر هر ځای ، هر یو د معنویت د  زنځیر یوه کړۍ او د روح عروج دی د هغه حج کوونکي لپاره چې د دغه توفیق په قدر پوه شي اور  ترې د خپل ځان د پاکۍ لپاره استفاده وکړي او د خپل پاتې عمر لپاره توښه واخلي.

یو مهم ټکی چې  هر فکر کوونکی انسان تلوسګر او حساس ګرځوي، د ټولو خلکو او ټولو نسلونو او ټولو کلونو لپاره  په یو  ټاکلي ځای او واحد زمان او وخت کې د  یوې همیشنۍ وعده ګاه  ټاکل دي. د وخت او ځای دغه وحدت  د حج د فریضې یو اصلي راز دی.  بې له شکه د «لِیَشهَدوا مَن‍ـافِ‍ـعَ لَهُم»  یو ډیر لوړ مصداق  دخدای د کور په څنګ کې د اسلامي امت د وګړو دغه کلنۍ کتنه ده. دا د اسلامی وحدت راز او د  اسلامي   امت سازۍ بیلګه ده چې باید د بیت الله تر سیوري لاندې وي. دخدای کور د ټولو دی:

 سَ‍ـواّْءَ العـاکِفُ فیهِ وَ الب‍ـاد.

حج، په دغه ځای او دغه وخت کې همیشه او په ټولو کلونو کې په لوړ غږ او ښکاره منطق سره مسلمانانیووالي ته رابلي  او دا د دښمنانو د غوښتنې مقابل ټکی دی چې په ټولو زمانو په تیره بیا  په اوسني پېر کې  یې مسلمانان د یو بل په وړاندې لام بندۍ ته هڅولي دي.

نن د مستکبرې او جنایتکارې امریکا عمل ته وګورئ. د اسلام او مسلمانانو په وړاندې د هغې اصلي سیاست د جنګ جوړول دي. دهغې خبیثانه غوښتنه او هڅه  د یو بل په لاس د مسلمانانو وژل دي.  پر مظلومانو د ظالمانو وراچول، د ظالم لوري ننګه کول، د هغه په لاس د مظلوم لوري بیرحمانه ځپل، او مدام د دغه بوږنوونکې فتنې اور ته پوکي وهل. مسلمانان باید هوښیار او بیدار اوسي او دغه شیطاني سیاست شنډ کړي. حج د دغه هوښیارۍ زمینه جوړوونکی دی، او دا ده په حج کې  له مشرکانو او مستکبرانو د برائت فلسفه . 
  د خدای یاد د حج روح دی.  راځئ چې په هر حال کې خپلو زړونو ته د رحمت په دغه باران سره ژوند او تاندوالی وبخښو او په هغه ذات توکل او باور چې د طاقت، برم ، عدل او ښکلا  سرچینه او آر دی په خپله زړونو کې  کلک کړو.  په دې بڼه کې به  د دښمن پر چل ول  بریالي شو.

ای خوږو حجیانو!  په سوریې، عراق، فلسطین، افغانستان، یمن ، بحرین، لیبیا ، پاکستان ، کشمیر او میانمار او نورو سیمو کې د مظلومانو او اسلامي امت لپاره  دعا هیره نه کړئ او  له خدایه وغواړئ چې د امریکا او نورو مستکبرانو او د هغوی د ګوډاګیانو لاسونه غوڅ کړي.
 

والسّلام علیکم و رحمة اللّه
سیّدعلی خامنه‌ای
  ۱۳۹۷ د زمري دمیاشتې اته ویشتمه

د ۱۴۳۹ هجري سپوږمیز کال د ذی الحجې اومه نیټه

..............................