AhlulBayt News Agency

source : iuvmpress.com
Thursday

31 August 2017

4:57:57 PM
851631

The message of Imam Khamenei to the world Muslims on 2017 Hajj pilgrimage in PASHTO Language (پښتو)

بیت الحرام حاجیانو ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پېغام

(AhlulBayt News Agency) -

The message of Imam Khamenei to the world Muslims on 2017 Hajj pilgrimage in PASHTO Language (پښتو)

بیت الحرام حاجیانو ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پېغام

د ايران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی خامنه اي د بيت الله الحرام حاجيانو ته په يو پېغام کښې د مسلمانانو ترمېنځ د سلطې د نظام تفرقه اچوونکو سیاستونو ته په اشارې سره د اسلامي هېوادونو د مشرانو او د اسلامي نړۍ د ټولو پوهانو دنده د وحدت او يووالي رامنځته کول، د ملتونو اګاه کول او په اسلامي هېوادونو کښې د ترخو غميزو فوري بندول وبلل او دا خبره يې په ګوته کړه: له فلسطين څخه دفاع او له هغه ملت سره ملګرتيا چې تقريباً اویا کلونه وشول د خپلو غصب شوي هېواد لپاره مبارزه کوي زمونږ ټولو ډېره مهمه دنده ده. 

د دغه پېغام متن چې نن سحر د ايراني حاجيانو د سرپرست او د ولي فقیه د نمائنده حجت الاسلام والمسلمین قاضی عسکری لخوا د عرفات په صحرا کښې له مشرکانو څخه د بېزارۍ په مراسمو کښې واورول شو په دا ډول دے:

بسم‌ الله‌ الرّحمن‌ الرّحیم

و الحمد لله ربّ العالمین و الصّلاة و السّلام علی سیّدنا محمّد خاتم النبین و آله الطّاهرین و صحبه المنتجبین

د لوے خداې مننه کوو چی سږ کال یې هم له درستې نړۍ ګڼ شمیر مومنانو ته د حج د ترسره کولو سعادت عطا کړ چې له دې خوږې او فیاضې سرچینې برخمن شی او په هغو ورځو ، شپو کښې چی مبارک او ګران بیه ساعتونه یې د معجزه کونکو درملو او اکسیر په شان زړونه منقلب او ځانونه ښکلي او پاکولې شی ، د خداوند متعال د باعظمته کور په څنګ کښې او په عبادت، خشوع ، ذکر او تقرب بوخت شی .

حج له راز او رمزه یو ډک عبادت او د خداے کور له الهی برکتونو او د حضرت حق متعال له نشانیو او بیناتو یو ډک ځاے دے . حج مومن ، اهل خشوع او تدبر کونکے بنده لوړو معنوی مقاماتو ته رسولے او له هغه یو نورانی او ستر انسان جوړولے شی ، هماغه ډول چی له هغه ، بصیرت لرونکے ، شجاع ، اقدام کونکے او مجاهد عنصر جوړولے شی . په دغه بې ساری فریضه کې دواړه اړخونه معنوی او سیاسی او اجتماعی او وګړنیز ډیر جوت او څرګند دی او مسلمانه ټولنه نن هرو دواړو اړخونو ته ضرورت لری .

له یوه پلوه له پرمختللیو اوزارونو څخه په ګټه پورته کولو سره د ماده پرستۍ د جادو د تباه کولو او وسوسه کولو په حال کښې دے او له بلې خوا د سلطې د نظام سیاستونه د مسلمانانو ترمینځ په اور بلولو او فتنې راپارولو او د ناامنۍ او اختلاف په دوزخ د اسلامی هیوادونو په بدلولو پسې دې .

حج د اسلامی امت د دغو دوو سترو مصیبتونو شفا بخښونکے درمل کیدې شی ، هم زړونه له زنګونو پاک او د تقوا او معرفت په نور روښانه کړی او هم سترګې د اسلامی نړۍ په ترخو حقیقتونو خلاصې کړی او له هغو سره د مقابلې لپاره ارادې مضبوطې ، ګامونه محکم او لاسونه او ذهنونه کار ته تیار کړی .

نن اسلامی نړۍ له ناامنۍ سره مخامخه ده ، اخلاقی ، معنوی او سیاسی ناامنی زمونږ د غفلت او د دښمنانو د بی رحمانه یرغل ستره عامله ده . مونږه د بدکرداره دښمن د یرغل په وړاندې په خپلې دینی او عقلی دندې عمل ونکړ ، هم مو ،،أَشِدّاءُ عَلَى الكُفّارِ ،، هیر کړ او هم مو،، رُحَماءُ بَينَهُم ۖ،،

نتیجه دا ده چی صیهونیسټی دښمن د اسلامی نړۍ د جغرافیې په زړه کې په فتنه رامینځته کولو لګیا دے او مونږه د فلسطین د ژغورلو له پریکنده دندې غافل ، په سوریې، عراق، یمن، لیبیا، بحرین کښې په داخلی جنګ بوخت او په افغانستان ، پاکستان وغیره کې له ترهه ګرۍ سره مخامخ یو .

په اسلامی نړۍ کې ولسمشران، سیاسی، دینی او کلتوری پوهان او چاروال په اوږو درنې دندې لری ، د وحدت د رامینځته کولو او له قومی ، مذهبی او قبیله ای دښمنیو د درستو د منع کولو ، د استکبار او صیهونیزم له خیانت او د دښمنی له رودو د ملتونو د خبرولو دنده ، د نرم او سخت جنګ په رنګ رنګ ډګرونو کې له دښمن سره د مقابلې لپاره د ټولو د سنبالولو دنده ، د اسلامی هیوادونو ترمینځ د غمیزناکو پیښو د سملاسی اودرولو دنده چی نن یې د یمن د پیښو په شان ترخې بیلګې په ټوله نړۍ کښې د غم او اعتراض سبب دی ، د برما وغیره مظلومانو په شان تر ظلم لاندې د مسلمان اقليت د پریکنده دفاع دنده ، او له ټولو مهمه له فلسطین د دفاع دنده او له هغه ملت سره بی چون و چرا ملګرتیا او یو ځاے کیدنه چی تقريباً اویا کاله کیږی د خپل غصب شوی هیواد لپاره مبارزه کوی .
دا مهمې دندې زمونږ د ټولو په اوږو دی ، ملتونه باید دغه دندې له خپلو حکومتونو وغواړی او پوهان باید په کلک هوډ او سوچه نیت د هغې د تحقق په لاره کې هڅه وکړی. دا کارونه د خداے پاک د دین د نصرت پریکنده نمونې دی چی بی شکه د الهی وعدې په اساس به د خداے مرسته ولری .

دا د حج د درسونو یوه برخه ده او اميد لرم چی په هغو ځانونه پوهه او عمل پرې وکړو.

د تاسو ټولو لپاره د حج د قبلیدو دعا کوم او د مسجدالحرام او منا د شهیدانو یاد نمانځم او له رحیم او کریم خدايه هغو لپاره لوړې درجې غواړم .

والسلام علیکم و رحمه االله

سید علی خامنه ای
د ۱۳۹۶ نمريز کال د وږی ۷

(اګست 31,2017)

....................
End/ 101