AhlulBayt News Agency

source : Parstoday
Tuesday

20 July 2021

6:14:37 AM
1161632

Message of Imam Khamenei on 2021 Hajj pilgrimage, in PASHTO

In his message to 2021 Hajj, the Leader of the Islamic Revolution emphasized that over the last 150 years Muslim nations have mostly been subject to the aggressive western countries’ greed, interference and malevolence. Imam Khamenei also stressed that the Islamic nation must make up for the past and “resist” against such aggression.

معظم رهبر د حج په مناسبت په خپل پیغام کې د اسلامي نړۍ ستونزو ته په اشارې سره، د مقاومت د ډلو پاڅون او ویښتیا په فلسطین، یمن او عراق کې د اسلامي سیمو له هیله بخښونکو حقیقتونو څخه وباله او ټینګار یې وکړ چي په اسلامي هیوادونو کې د مجاهدت لومړی اثر د امریکې او د نورو زورویونکو د شرارتونو او لاسوهنو مخنیوی دی.

حضرت ایت الله خامنه ای د حج د ورځو په مناسبت د بیت لله په میلمستیا کې د لیوالو زړونو د حسرت دوام یوه تېرېدونکې ازموینه وبلله او د حج د پیغام د نه کمرنګ کېدو د ضرورت په ټینګار سره یې، د یرغلرو ځواکونو په تېره بیا د امریکې په وړاندې مقاومت د دغو لوړو پیغامونو له جملې وګڼل.

هغوی د اسلامي نړۍ ستونزو او کړاونو ته په اشارې سره، د مقاومت د ډلو پاڅون او ویښتیا په تېره په فلسطین، یمن او عراق کې د اسلامي سیمو له هیله بخښونکو حقیقتونو څخه وباله او ټینګار یې وکړ: د مجاهدینو نصرت الهي رېښتنې ژمنه ده او په اسلامي هیوادونو کې د دې مجاهدت لومړی اثر د امریکې او د نورو زورویونکو د شرارتونو او لاسوهنو مخنیوی دی.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود ایت الله خامنه ای د نورو کلونو په شان سږ کال هم د حج په مناسبت خپله مهمه وېنا ورکړې ده چي د بشپړ متن پښتو ژباړه یې به لاندې ډول دی:

بسم الله الرحمن الرحیم

و الحمد للّه ربّ العالمین و صلّی اللّه علی محمّد و آله الطّاهرین و صحبه المنتجبین و مَن تَبِعهم بِاحسان الی یوم الدّین.

د ټولي نړۍ مسلمان خوندي او وړونه!

سږ کال هم اسلامي امت د حج له لوی نعمت څخه محروم پاته شو او لېوالو زړونو په ډېر آه او افسوس سره د هغه محترمي خونې میلمستیا د لاسه ورکړه چي حکیم او رحیم خدای د خپلو بندګانو لپاره جوړه کړې ده.

دغه دوهم کال دی چي د حج معنوی سرور او د خوشحالۍ موسم د فراق او د حسرت په موسم بدل شوی دی او د دغه ساري ناروغۍ  بلا، او یا شاید هم په حرم شریف باندې د حاکمو سیاستونو بلا، د اسلامي امت د ستروالې، یووالې او د معنویت د سېمبول له لیدلو څخه د مومنانو لیوالې سترګې محروموي او دغه پرتمینه او جګه څوکه په وریځو او دوړو سره پټوي.

دغه ازموینه هم د اسلامي امت د تاریخ د نورو ازموینو په څېر تېرېدونکې ده چي کولایشي ځلانده راتلونکې په ځان پسې ولري، مهمه خبره دا ده چي حج په خپل حقیقي بڼه سره د ټولو مسلمانانو په زړونو کې ژوندی پاتي شي او اوس چي موقتا د حج مناسک نه تر سره کیږي د هغې متعالي پیغام کمرنګ نه شي.

حج یو له رازونو ډک عبادت دی  چي په هغې کې د خوځښت او د سکون ښکلې ترکیب، د مسلمان ټولنې او د مسلمان کس د هویت جوړونکی او د نړۍ سترګو ته د ښکلاو وړاندې کوونکې دي.

له یوې خوا د ټولو بندګانو زړونو ته په ذکر، خشوع او تضرع سره معنوی عروج وربخښي او خدای ته یې نژدې کوي، او له بلي خوا په یو شان جامې او یو شان خوځښت او غږمل حرکاتو سره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغونډ شوي وړونه له یوبل سره وصلوي.

او له بل پلوه د اسلامي امت تر ټولو غوره بېلګه یا سمبول د ټولو ښکلي او معناداره او له رازونو ډک مناسکو سره د نړیوالو نندارې ته وړاندې کوي او د اسلامي امت عزم او سترتوب بدغواړو ته ورښیي.

سږ کال د خدای د دغه معظم کور حج  ممکن نه دی لیکن رب البیت یعني خدای ته توجه، ذکر، خشوع او تضرع او استغفارو ته لاسرسی شتون لري، په عرفاتو کې حضور ممکن نه دی خو د عرفې په ورځ معرفت زیاتوونکې دعا او مناجات میسر دي، په منا کې د شیطانانو ویشتل (رمی جمارات) ممکن نه دي لیکن په تولو ځایو کې د قدرت غواړو شیطانونو دفع کول او شړل ممکن دي، د کعبې په چارچاپېر د بدنونو یو موټۍ حضور ممکن نه دی لیکن د قرآن کریم د روښانه ایتونو په چارچاپېر د زړونو یو هېړه شتون او اعتصام به حبل الله همېشنۍ وظیفه ده.

موږ د اسلام پېروکاران چي نن سبا له لوی نفوس، پراخ ټاټوبی، بې شماره طبیعي شتمنۍ او له ژوندي او فعاله ولسونو څخه برخور یو باید په خپلو امکاناتو سره راتلونکې انځور کړو.

په تېرو ۱۵۰ کلونو کې مسلمان ولسونه د خپلو هیوادونو او هیوادونو په برخلیک کې رول نه دي لرلی او بې له یو څو موردونو همېشه د لوېدیځو تېری ګرو دولتونو په سیاستونو سره اداره شوي دي او تل د هغوی د طمع او شرارتونو ښکار ګرځېدلي دي، په پوهنیز او نورو ډګرونو کې د اکثرو هیوادونو پس پاته کېدل او سیاسي پېیلتیا د هغه بې کفایتی او کمزوری پایله ده، زموږ ولسونه، زموږ ځوانان، زموږ ساینس پوهان، دیني عالمان او مدني ړون اندان، سیاستوال، ګونډونه او ټولنې مو باید دغه د ننګ او بې ویاړه مخینه جبران کړي، باید د لوېدیځو قدرتونو د شرارتونو، لاسوهنو او زوروینې په وړاندې ودریږي او مقاومت وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ټوله خبره چي نړیوال استکبار یې په غوصه کړې، دغه مقاومت ته بلنه ده، د امریکې او نورو یرغلګرو ځواکونو د لاسوهنو او شرارتونو په وړاندې مقاومت او په اسلامي معارفو باندې په تکیې سره د اسلامي نړۍ د راتلونکې د جوړولو د چارو په لاس اخیستل.

طبیعی خبره ده چي امریکا او ملګري یې د مقاومت د نوم په وړاندې حساس دي او په ډول ډول دښمنیو سره یې د اسلامي مقاومت د جبهې مقابلې ته ملاتړلې ده.

له هغوی سره د سیمي د ځینو دولتونو ملګرتیا هم د دغو شرارتونو د دوام په لړ کې یو تریخ حقیقت دی.

په خدای توکل او لایزال الهی قدرت ته پاملرنه، ولسي ځان باوري، په مجاهدت او هڅو باندې باور،  پرمختګ لپاره کلک هوډ او بریالیتوب ته زیاته هیله هغه نېغه لاره ده، چي د حج مناسک لکه سعی او طواف او عرفات او جمرات او شعایر او د حج  وحدت او برم یې موږ ته ښیي.

په اسلامي نړۍ کې د صحنې حقیقتونه دا هیله زیاتوي او دغه عزم پیاوړی کوي. د بلي خوا د اسلامي نړۍ ناخوالې، پوهنیز شاته پاتي والې، سیاسي پېیلتیاوې، اقتصادې او ټولنیز کړکېچونه موږ د یوې ستري وظیفې او نه ستړېدونکې مجاهدت په لور بیایي، لاندې شوی فلسطین زموږ څخه مرسته غواړې، مظلوم او په وینو لړلی یمن زړونه دردوي، د افغانستان مصیبتونه ټوله اندېښمنوي، په عراق، سوریې او لبنان او نورو مسلمانو هیوادونو کې ترخې پېښي چی د امیرکې د لاسوهنې او د شرارت لاس په کښې ښکاره دي، د ځوانانو غیرت او همت راپاروي، او د بلي خوا څخه په دغه حساسه سیمه کې د مقاومت د ډلو پاڅون، د ولسونو ویښتیا، د ځوان او له نشاط ډک نسل په زړونو کې هیلي راژوندي کوي، فلسطین په خپلو ټولو برخو کې د قدس توره له نیام کاږی، د قدس، غزې، د اردن د سیند د لوېدیځي غاړې، ۴۸ سیمې او د کېمپونو اوسیدونکي ټول پاڅون کوي او د ۱۲ ورځو په جریان کې د یرغلګر پوزه په خاورو موږي، محاصره شوی او یوازې پاته شوی یمن  اووه کاله د شرور او قسی القلب  او ظالم دښمن مظلوم وژنه جنګ او جنایت زغمي او د خوړو، درملو او د ژوندانه د امکاناتو د نه شتون سره سره زور ویونکو ته نه تسلیمیږي او هغوی په خپل نوښت او اقتدار سره لالهانده کوي، په عراق کې د مقاومت ډلي په ښکاره او لوړ ږغ سره نیواک ګر امریکا او لاسپوڅي داعش په شا تمبوي او له ویري پرته د امریکې او د هغه د ملګرو د هر ډول لاسوهنه او شرارت په  ضد خپل کلک هوډ ښکاره کوي.

په عراق، سوریې، لبنان او نورو هیوادونو کې د غیرتمنو ځوانانو او د مقاومت د ډلو د غوښتنو او ارادې د تحریف لپاره د امریکې تبلیغاتي هلي ځلي، او پړه یې د ایران یا د هري بلي مرجع په غاړه اچول، د هغو زړه ورو او ویش ځوانانو سپکاوی او د دې سیمي د ولسونو په هکله د امریکې د ناسم درک او ناپوهي پایله ده.

همدغه ناسم درک سبب شوی چي امریکا په افغانستان کې تحقیره شي او ۲۰ کاله مخکې تر هغه ولوله ناک راتګ وروسته، او د بې دفاع او ملکي وګړو په وړاندې د بېلابېلو وسلو او بمونو تر کارولو وروسته، ځان په جبې کې احساس کړي او خپل ځواکونه او فوځي سازوسامان ترې وباسي.

البته د افغانستان ویش ولس باید د امریکې د نرمي جګړې وسلو او استخباراتي اوزارونو څخه غافل نه شي او په وړاندې یې په هوښیارۍ سره ودریږي.

د سیمي ولسونه وښودل چي ویش او هوښیار دي او لاره یې د هغو دولتونو چي د امریکې د خوشحاله کولو په لړ کې حتي د فلسطین په مهمه مساله کې غوښتونو ته یې غاړه ایږدي، جلا ده، هغه دولتونه چي د صهیونیست له غاصب رژیم سره په ښکاره او پټه دوستي ږغوي یعني د فلسطین په ټاټوبي کې د فلسطیني ولس د تاریخي حق انکار کوي، دغه د فلسطینیانو په شتمنی ډاکه اچول دي، هغوی د خپلو هیوادونو د طبیعي زیرمو په چور او تالان بساینه نه ده کړې او اوس د فلسطیني ولس شتمني چورتالان کوي.

اې زما وړونو او خویندو!

زموږ سیمه او د هغه چټک او بېلابيلي پیښي، د درسونو او عبرتونو نندارتون دی، له یوې خوا د زور ویونکي یرغلګر په وړاندې د مجاهدت او د مقاومت  ځواک او د بلي خوا د تسلیم، ضعف، زغم او تپلو په پایله کې ذلت.

د خدای په لاره کې د مجاهدینو نصرت الهی رېښتنې وعده ده، اِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُركُم وَ يُثَبِّت اَقدامَكُم.  

د دې مجاهد لمړنی اثر، په اسلامي هیوادونو کې د امریکې او د نورو نړیوالو زور ویونکو د لاسوهنو او د شرارتونو مخنیوی دی. ان‌شاءاللّه.

له متعال خدای څخه د مسلمانو ولسونو د نصرت غوښتونکی یم او په حضرت بقیه الله (ارواحنا فداه) درود استوم او د عظیم الشان امام خمینی او بزرګوار شهیدانو د لوړو مرتبو غوښتنه له خدای څخه کوم.

والسّلام علی عباد اللّه الصّالحین

سیّدعلی خامنه‌ای

26 چنګاښ 1400

6 ذی‌‌الحجّه 1442

...................................

End/ 257