AhlulBayt News Agency

source : Parstoday
Saturday

8 May 2021

3:51:32 AM
1138682

Imam Khamenei's speech on Al-Quds Day, 2021 in PASHTO

Due to the cancellation of International Al-Quds Day rallies due to restrictions caused by the Coronavirus, and given the importance of commemorating the Palestinian cause as a major issue of the Islamic nation, the Leader of the Islamic Revolution, Imam Khamenei, talked to the people in a live speech this year on International Al-Quds Day, May 07, 2021.

معظم رهبر وفرمايل: له غاصب صهيونېسټ رژيم سره روا مبارزې ته دوام ورکړئ چې رېفرنډم منلو ته مجبور شي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دې په بيانولو سره چې چې د صهيونېسټ رژيم مخ په زوال حرکت شروع شوے او ځنډ به پکښې رانه شي تاکيد وکړ، له غاصب رژيم سره روا مبارزې ته دوام ورکړئ چې رېفرنډ منلو ته مجبور شي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي د روژې دمبارکې مياشتې ورستۍ جمعې په موقع د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت د اسلامي نړۍ او د مقاومت د محاذ په ګټه د قوت د انډول نوي بدلون او په مقابل کښې د امريکې او صهيونېسټ رژيم د قوت څرګند زوال ته په اشارې سره وفرمايل له څو کمزورو او پستو حکومتونو سره د تعلقاتو ټينګول د غاصب رژيم د مخ په زوال حرکت مخه نه شي نيوې. دوي د فلسطين د سياسي نظام د ټاکلو لپاره د دغه هېواد د ټولو اصلي اوسيدونکو د رېفرنډم د منطقي غوښتنې په اجرا باندې په تاکيد سره فلسطيني مجاهدينو ته په خطاب سره وفرمايل: له غاصب رژيم سره خپلې روا او اخلاقي مبارزې ته دومره دوام ورکړئ چې د دغې غوښتنې منلو ته مجبور شي.

حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي د فلسطين قضيه د اسلامي امت ترټولو مهمه او ترټولو ژوندۍ مسئله وبلله او تاکيد يې وکړ: د ظالم سرمايه داري نظام سياستونو د يو ملت لا له خپل کور څخه لنډ کړ او يو ترهه ګر او پردې رژيم يې دغلته کښېنولے دے.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د صهيونېسټ رژيم د تاسيس ډېر سست منطق ته په اشارې سره زياته کړه، اروپايانو د خپلې ادعا مطابق د دويم نړيوال جنګ په کلونو کښې په يهوديانو ظلم کړے دے خو وائي چې د يهوديانو انتقام پکار دے د اېشيا په لويديځ کښې د يو ولس په مهاجر کولو او په دغه هېواد کښې د غميزناکه قتل عام په کولو سره واخېستې شي او په دا ډول يې د بشري حقوقو او ډېموکرېسۍ په باره کښې خپلې ټولې ادعاګانې دروغ او غلطې ثابتې کړې دي.

معظم رهبرد دې حقيقت په يادونې سره چې صهيونېسټانو له وړومبۍ ورځې راهسې فلسطين د ترهه ګرۍ په يوې اډې بدل کړ زياته کړه ، اسرائيل يو هېواد نه بلکه د فلسطين او نورو مسلمانو ملتونو په خلاف د ترهه ګرۍ يو کېمپ او هېډکوارټر دے.

حضرت آيت الله العظمی خامنه اي د صهيونېسټ رژيم له تاسيسه مخکښې پېښو يعنې په سيمه کښې د لويديځ فعاله مداخلت او د مستبدو او لاسپوسو حکومتونو اقتدار ته د رسولو پېښو ته په اشارې سره د  اسلامي امت کمزوري کول او پکښې تفرقه اچول د فلسطين د غصب کولو زمينه جوړونکې چاره وبلله او زياته يې کړه؛ په هغو وختونو کښې دواړو بلاکونو يعنې د سرمايه دارۍ او کميونزم بلاکونو له صهيونېسټو قارونانوو سره ملګرتيا د هغوي هڅونه وکړه، برطانيې اصل دسيسه پلان کړه، صهيونېسټو سرمايه دارانو په پېسو او وسلو سره د دغه پلان اجرا په غاړه واخېسته او شوروي وړومبنے حکومت ؤ چې د نارو صهيونېسټ رژيم په رسميت پېژندلو سره يې ډلې ډلې يهوديان هلته ولېږل.

معظم رهبر د نړۍ نننے حالت او د قوت انډول د اسلامي نړۍ په ګټه وبلۀ او د امريکې انتخاباتو او د زياتو ادعا کونکو مديرانو د رسوائۍ او د کورونا له خبرېدو او د هغو له اثراتو سره د امريکې او اروپا د ناکامۍ مقابلې په شان په اروپا او امريکه کښې سياسي او اجتماعي پېښو ته په اشارې سره وفرمايل: دا د لويديځي بلاک د نسکورېدو او زوال د سفر نښې نښانې دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د لويديځ د دغو ګډوډيو  مقابل ټکے د اسلامي ملتونو د توانمنيو اميدوارونکے زياتوالے وبلۀ او وې فرمايل: په ډېرو حساسو اسلامي سيمو کښې د مقاومت د ځواکونو وده او د هغوي د دفاعي او يرغلي توانمنيو ترقي د مسلمانو ملتونو د اګاهۍ او اميد وده، اسلامي شعارونو ته د ګروهنې وده، په ملتونو کښې د علمي، سائنسي او  خپلواکۍ غوښتنې او په ځان باندې د اعتماد وده يو ښه راتلونکي زېرے ورکونکي دي.

حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي د فلسطين او قدس شريف د برخليک د قضيې په اړه د مسلمانو هېوادونو د ملګرتيا او تعاون په ضرورت باندې په تاکيد سره دغه ملګرتيا او تعاون د صهيونېسټ دښمن او د هغه د امريکائي او اروپائي انډيوالانو د ويرې او خوف سبب وبلۀ او وې فرمايل، د پېړۍ د معاملې ناکامه پلان او له غاصب رژيم سره د څو کمزورو حکومتونو د تعلقاتو د ټينګولو لپاره هلې ځلې له دغې ويرې او خوف څخه د تېښتې لپاره يو فضول کوشش دے.

معظم رهبر د فلسطين د زمکو په دننه او بهر کښې د مقاومت دوام او د جهاد او شهادت د لارې مضبوطيه، له فلسطيني مجاهدينو څخه د مسلمانو حکومتونو او ملتونو نړيوال ملاتړ د راتلونکي د ټاکلو دوه مهم عامل وبلل او زياته يې کړه، دغه سراسري حرکت د دښمنانو د دسيسو شنډونکے دے او ټول واکمنان، روشنفکرن، عالمان، ګوندونه، ډلې او ځوانان پکار دے پکښې خپل ځائګے ولټوي او کردار پکښې ادا کړي.