AhlulBayt News Agency

source : IQNA
Thursday

30 July 2020

3:57:09 AM
1059001

Message of Imam Khamenei on 2020 Hajj pilgrimage, in PASHTO

Message of Imam Khamenei on 2020 Hajj pilgrimage, in PASHTO

ابنا: د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د سږني حج په هکله د نړۍ ټولو مسلمانانو ته خپل مهم پیغام ورکړ چې بشپړ متن یې په دا ډول دي:

بسم‌الله‌الرحمن‌الرحیم

والحمدلله رب العالمین و صلی الله علی محمد و آله الطاهرین و صحبه المنتجبین
و من تَبِعَهُم باِحسانٍ الی یوم الدین

د حج ورځې چې همېشه د اسلامي نړۍ د عزت، سترتوب او غوړېدا ورځې وې، سږ کال د مومنانو په غم او حسرت لړلې او د مینانو د بېلتون او ناکامۍ له احساس سره یو ځای دي. زړونه د کعبې په غربت د پردیسۍ احساس کوي او د پاتې کسانو د لبیک غږونه په اوښکو اهونو او اسویلو لړلې دي.
دغه محرومي لنډ مهاله ده او د خدای په مدد او مرسته ډېره به نه شي پاتې، خو د دې درس چې د حج د لوی نعمت په قدر پوهېدل دي باید تل پاتی شي او مونږ له غفلتونو وژغوري. د کعبې په حریم، او د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم او د بقیع دامامانو علیهم السلام په حرم د مومنانو په هراړخیزې او رنګارنګې غونډې کې د اسلامي امت د عظمت او طاقت راز باید تر پخوا زیات محسوس کړو او غور پرې وکړو.

حج، بې سارې فریضه ده؛ د اسلامي فرایضو په مینځ کې لکه غمی ځلیږي؛ لکه چې د دین ټول مهم وګړنیز، ټولنیز، ځمکني اسماني، تاریخي او جهاني اړخونه باید په دې کې تکرار او له سترګو تېر شي.

معنویت په دې کې دی، خو بې له ځانله کېدو، کونج ته کېدو او خلوتېدو، اجتماع په دې کې ده خو له جنګ جکړو، بد ویلو او بد غوښتلو پاکه. له یوې خوا له الهي ذکر، لمنځ او مناجاتو روحي خوند او له بلې خوا له خلکو سره د مینې او ارتباط پېوند.

حاجي په یوه سترګه له تاریخ، حضرت ابراهیم، اسماعیل او بي بي هاجرې، مسجد الحرام ته د سوبمن ورتګ په وخت د خدای له رسول، او د اسلام د سرکښېنیو وختونو له مومنانو سره خپل زاړه پېوند ته ګوري او په بله سترګه د خپلې زمانې د مومنانو سمندر ته، چې هر یو یې له یو بل سره د مرستې او د خدای په رسۍ د ګډو منګولو لپاره د یو لاس کردار ادا کولی شي.

په حج کې تفکر او تدبر، حاجي دې قطعي یقین ته رسوي چې د بشریت لپاره د دین ډېر ارمانونه او هیلې د دیندارانو له همدلۍ، ملګرتیا او مرستې پرته نه شي پوره کېدی، او د دغه همدلۍ او همکارۍ په پېدا کېدو سره، د دښمنانو او مېرڅمنانو چلولونه په دې لاره کې کومه ستونزه نه شي رامینځته کولې.
حج، دهغو مستکبرانو په وړاندې د طاقت مانوره ده چې د فساد، ظلم او ضعیف کشۍ او غارتګرۍ مرکزونه دي او نن د اسلامي امت روح او ځان د هغوي له ظم او خباثته ځورېدلی او ژوبلېدلی دی.حج د امت د سختو او نرمو توانمنیو نندارتون دی.

دا، د حج طبیعت، روح او یو مهم هدف یې دی، دا هماغه دی چې ارواښاد امام لوی خمیني، ابراهیمي حج باله او دا هماغه دی چې که د حج متولیان چې ځانونه خادم حرمین بولي، ورته صادقانه غاړه کیږدي او د امریکا د دولت د راضي کولو په ځای، د خدای رضا ته مخه کړي، د اسلامي نړۍ ډېرې لویې ستونزې حلولی شي.

نن د همېشه په شان- او تر بل هر وخته زیات- د اسلامي امت ارو مرو مصلحت، په وحدت کې دی؛ داسې یو والی چې د ګواښونو او تربګنیو په وړاندې یو موټی رامینځته کړي او د مجسم شیطان، او تیري ګرې او غدارې امریکا او د هغې د زنځیري سپي صهیونسټ رژیم پر وړاندې وغوریږي او د بدماشیو په وړاندې په باتورۍ سره ټټر ووهي.

دا الهي فرمان دی چې فرمایلې یې دي:

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِیعًا وَلَا تَفَرَّقُوا..
قران حکیم ، اسلامي امت د أَشِدَّاءُ عَلَی الْکُفَّارِ رُحَمَاءُ بَیْنَهُمْ، په شکل کې معرفي کوي او له هغه د وَلَا تَرْکَنُوا إِلَی الَّذِینَ ظَلَمُوا، وَلَن یَجْعَلَ اللَّهُ لِلْکَافِرِینَ عَلَی الْمُؤْمِنِینَ سَبِیلًا، فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْکُفْرِ و لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّی وَعَدُوَّکُمْ أَوْلِیَاءَ، دنده غواړي او د دې لپاره چې دښمن په ګوته کړي د لا یَنْهَاکُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِینَ لَمْ یُقَاتِلُوکُمْ فِی الدِّینِ وَلَمْ یُخْرِجُوکُم مِّن دِیَارِکُمْ ، حکم ورکوي.

دا مهم او برخلیک جوړوونکي اوامر باید زمونږ مسلمانانو له فکري او ارزشي منظومو لرې پاتې نه شي او هیر نه کړی شی. نن تر بل هر وخت زیات د دغه اساسي بدلون زمینه د امت، او د هغه د زړه سواندو او صلاح غواړو متفکرانو په لاسرسۍ کې ده. نن خپلو معرفتي او معنوي پانګو ته د مسلمانو ځوانانو او پوهانو د توجه په معنا اسلامي بیداري، یو نه انکارېدونکی حقیقت دی. نن لیبرلزم او کمیونزم چې سل کاله مخکې او پنځوس کاله مخکې د لویدیځ تمدن تر ټولو لوی سوغات ګڼل کېدل، بیخي بېرنګه شوی او نه درملېدونکې عیبونه یې ښکاره شوې دي.پر هغه یو واکمن نظام وشړېده او پر دې بل ولاړ نظام هم له ژورو بحرانونو سره مخامخ او د نړېدو په درشل کې دی.

نن نه یوازې د لویدځ فرهنګي بېلګه –چې له پېله یې په بې شرمۍ او رسوایۍ سره په میدان کې ګام کېښوده- بلکې حتی سیاسي او اقصتادي بېلګه یې یعنې په پېسو چورلېدونکې ډیموکراسي او له طبقاتي او توکمیز توپیره ډک پانګه وال نظام هم خپل بې فایدې والی او فسادوالی څرګند کړی دی.
نن په اسلامي نړۍ کې د هغو پوهانو شمېر کم نه دی چې په هسکه غاړه او په ویاړ او سرلوړۍ سره، د لویدیځ ټولې معرفتي او تمدني ادعاګانې ننګوي او اسلامي نعم البدلونه یې په ډاګه په ګوته کوي. نن حتی لویدیځ اندیال چې تر دې مخکې یې په ډېر کبر سره لیبرلیزم د تاریخ پای ګڼله، له ناچارۍ خپله ادعا بیرته اخستې او په خپلې نظري او عملي لالهاندۍ داده کیږي.

لږ د امریکا واټونو، له خپلو خلکو سره د امریکا د حکومت چلند، په دغه هیواد کې د طبقاتي واټن ژورې کندې، د هغو کسانو حقارت او ناپوهۍ ته چې د دغه هیواد د چلولو لپاره غوره شوې، پکې بوږنوونکي توکمیز توپیر، دهغوي د ګمارل شوي مامور سخت زړه توب ته چې یو بې ګناه انسان په سړک کې په ډېره سړه سینه او د تېرېدونکو کسانو په مخکې وژني، دغو ټولو ته کتنه د لویدیځ د هڅوب د اخلاقي او ټولنیز کړکیچ ژورتیا او د هغوی د سیاسي او اقتصادي فلسفې غلطوالی او کږوالی څرګندوي.

له کمزورو ولسونو سره د امریکا چلند، د هغه پلیسو د چلند لویه شوې نسخه او بېلګه ده چې د یو بې دفاع تورپوستي په څټ یې زنګون کېښود او دومره زور یې ورکړ چې هغه یې مړ کړ.
نور لویدیځ دولتونه هم هر یو د خپل وس او وړتیا په اندازه د دغه غمیزناک حالت نورې بېلګې دي.

ابراهیمي حج د دغه ماډرن جاهلیت په وړاندې د اسلام برمناکه ښکارنده ده؛ اسلام ته بلنه او د اسلامي ټولنې د ژواک علامتي ننداره ده. داسې ټولنه چې پکې د توحید پر چورلیز په یو پېوسته حرکت کې د مومنانو ګډ ژوند یې تر ټولو لوړه نښه ده؛ له ټکر او جګړې ډډه کول، له تبعیض او اشرافي امتیازاتو ځان ساتل، له فساد او ککړتیا لرې والی، لازم شرط دی؛ د شیطان ویشتل او له مشرکانو د کرکې اظهار، په کمزور خلکو کې ورګډېدل او د بېوزلانو مرسته کول، او د ایمان د خاوندانو د شعایرو ژوندي ساتل، د اصلي دندو په لیکه کې راځي؛ او عمومي ګټو او مصالحو ته رسیدل همېشه د خدای له یاد، او د هغه له شکر او بندګۍ سره یو ځای او مینیځني او آخري هدفونه دي.

دا د ابراهیمي حج په هنداره کې د اسلامي ټولنې یو اجمالي تصویر دی او د ادعاګرو لویدیځو ټولنو له واقعیت سره یې پرتله کول، دغه شان یوې ټولنې ته د رسېدلو لپاره هڅې او زیار ته د هر همتناکه مسلمان زړه له مینې او شوقه ډکوي.

مونږ د ایران خلکو د لوی امام خمیني په هدایت او مشرۍ سره په دغه شان یو شوق سره په لاره کې ګام کېښود او کامیاب شو. ادعا نه کوم چې هغه څه چې پېژنو یې او مینه ورسره لرلو، ټول پر ځای کړی شو، خو ادعا کوو چې په دې لاره کې ډېر پر مخ تللې یوو او ډېر خنډونه مو له لارې ایسته کړې دي. په قراني وعدو د باور په برکت، زمونږ ګامونه پیاوړې پاتې شوې دي. د دې زمانې تر ټولو لوی شوکمار او غدار شیطان یعنې د امریکا رژیم نه دی توانېدلی چې مونږ وویروي او یا مو په خپل مکر او چل سره راوپرزوي یا مو د مادي او معنوي پرمختګ مخه ونیسي.

مونږ ټول مسلمان ولسونه خپل وروڼه ګڼو، او له هغو غیر مسلمو سره چې زمونږ دښمنۍ ته یې ملا نه ده تړلې په نیکۍ او عدالت سره چلند کوو. د مسلمانو ټولنو غم او کړاوونه خپل کړاوونه ګڼو او د درملنې هڅه یې کوو. د مظلوم فلسطین مرسته، د یمن د ژوبلې تنې لپاره زړه سوزول، او د نړۍ د هرې سیمې تر ستم لاندې مسلمانانو فکر او غم خوړول خپل همېشنی فکر او لومړیتوب ګرځوو.

د ځینو مسلمانو هیوادونو مشرانو ته نصیحت خپله دنده ګڼو؛ هغه چارواکي چې په خپل مسلمان ورور د تکیې په ځای د دښمن غېږې ته پناه وړي او د خپلو څو ورځنیو شخصي ګټو لپاره، د دښمن حقارتونه او بدماشۍ زغمي او د خپل ولس عزت او خپلواکي لیلاموي. هغوي چې د غاصب او ظالم صیونسټ رژیم بقا قبلوي او په پټه او ښکاره ورته د دوستۍ لاسونه غځوي، دوي ته نصیحت کوو او د دغه عمل له ترخو پایلو یې خبرداروو.

د لویدیځې آسیا په سیمه کې د امریکا شتون د دغه سیمې د ولسونو په تاوان او د هیوادونو د ناامنۍ، ورانۍ او شاته پاتې والي سبب ګڼو. په اوسنیو قضایاو کې امریکا او پکې د توکمیز توپیر په خلاف په راپورته شوې یون کې هم زمونږ پرېکنده دریځ، د خلکو پلویتوب او د دغه هیواد د توکم پاله دولت د ظالمانه کړچار غندل دي.

په پای کې په حضرت بقیة الله (ارواحنا فداه) په درود او سلام سره، د ارواښاد امام د یاد درنښت کوم او د شهیدانو په پاکو ارواوو سلام وایم او په نزدې راتلونکې کې د اسلامي امت لپاره د امنه، مقبول او مبارک حج دعا کوم.

والسلام علی عباداللّه الصالحین

سید علی خامنه‌ای

د ۱۳۹۹ کال د زمري د میاشتې اومه نېټه

...............

300