The message of Imam Khamenei to the world Muslims on 2016 Hajj pilgrimage in Pashto

The message of Imam Khamenei to the world Muslims on 2016 Hajj pilgrimage in Pashto.

داسلامی انقلاب معظم لارښود حج دمسلمانانو دپت اومعنویّت بیلګه او د ستمګرو دګواښونو په وړاندې دانسانانو د آرامښت او امنیت سرچینه او له مشرکانو څخه دبیزارۍ اوبراءت او دمومنانو دوحدت ځای وباله .

حضرت آیت ا..العظمی سید علی خامنه ای  نن  دبیت ا... الحرام  دسږکال حاجیانو په  نامه  په یوه پیغام کې  ټینګار وکړ دحج فریضه ، داسلامی امت سترتوب  ،داسلام ددښمنانو لپاره څرګندوی  او دفساد او سپکاویو او  دهغه  استضعاف له ګرداؤ سره  چې نړیوال  سرزوری اوبدماشان ئې  پر انسانی ټولنو تپی ، دمسلمانانو  واټن لارابرسیره کوی .

داسلامی انقلاب معظم لارښود پخپل پیغام کې    څرګنده کړې ،  دسعودی عربستان واکوالان  چې سږ کال ئې دخدای کور ته دایرانیو مومنو حاجیانو لاره تړلې ده ،  هغه تورمخی ګمراهان  دی  چې د قدرت په ګدۍ کې  خپله بقاء  دمستکبرانو دغوښتنو په پوره کولو  او دصهونزم اوامریکا سره  په انډیوالۍ کې  وینی ،  او په دې لاره کې له هیڅ ډول خیانته  مخ نه ا ړوی .

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای دمنا دتیر کال په غمیزه  او په مسجد الحرام کې  دکرین دنسکوریدا  په پیښه کې  دزرګونو حاجیانو په وینو  کې لیت پیت کیدا ته په اشارې سره  زیاته کړې ؛ فنی څارونکی اومفسرین  په دې نظر دی  چې دسعودی واکوالان  د دغو غمیزو  اصلی  ګرم دی .  ددې په ترڅ کې چې د هغوی له خوا دغمیزو  د اصلی والی ګمان  مطرح شو .

دوی همداراز پخپل پیغام کې  دټکې په بیانولو سره چې  دایران ولس  تر اوسه پورې   دمنا دغمیزې دشهیدانو په ویر ویرجن   او غوسه دی  ټینګار وکړ ؛ سعودی واکوالان  د بخښنې غوښتنې  او پښمانه کیدا   او د دغې ویرونکی غمیزې د مستقیمو  ګناهګارانو د  قضایی تعقیب په ځای ، په ډیرې بې شرمۍ سره  حتی  داسلامی نړیوال  حقیقت موندونکی پلاوی  له جوړیدا هم ډډه کړې ده .

داسلامی انقلاب معظم لارښود څرګنده کړې ؛ دهغوی  تبلیغاتی رسنۍ  او هغه بې تقوا او حرام  خواره  مفتیان   چې  په ښکاره  دکتاب او سنت په اپوټه فتوا ورکوی ، چټی  هلې ځلې  کوی  چې ایران  دسږکال له حج څخه  دایرانیو حاجیانو  پّه محرومولو کې  تورن وبریښوی .  دوی فرمائیلی ؛  هغه فتنه ګر واکولان چې  دتکفیری  او شرغواړو ډلو  په جوړولو او سنبالولو سره  ئې اسلامی نړۍ  دکورنیو شخړو او دبې ګناه انسانانو  دوژل کیدا اوټپی کیدا سره مخامخ کړې ده ،  او یمن ،عراق  او شام  اولیبیا او ځینی نور هیوادونه ئې  په وینو ککړ کړی دی ، هغه  سیاستوالان دی  چې  صهونیسټ یرغلګر رژیم ته ئې د دوستۍ  لاسونه غزولی  او دفلسطنیانو پر غمونو اوکړاؤنو ئې سترګې پټې کړی دی ، او  په بحرین کې ئې دخپل خیانت اوظمل لمن  پراخه کړې ده .

حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای وفرمائیل ؛  سعودی واکوالان سږ کال هم   دایرانیو  حاجیانو  او دځینو نورو ولسونو  دحاجیانو  دلارې پر بندولو سربیره ،  دنورو هیوادونو حاجیان   دامریکا اوصهونیسټی رژیم  دجاسوسۍ ادارو  په مرستو سره  په غیر معمولی کنټرولونکو محدودو کې راوستی     او  الهی امن  کور ئې   دټولو لپاره ناکراره کړی دی .

دوی پخپل پیغام کې ټینګار کړی ، اسلامی   هیوادونه باید  دسعودی واکولانو   شرمناک ،بې ایمانه  ،پیّلی  او مادی واقعیَت  په ښه توګه  درک کړی  او  دهغو جنایتونو په وجه  دهغوی ګریوان  پرې  نه ږدی  چې  په اسلامی نړۍ کې ئې ترسره کړی دی  او دحرمین شریفین  دمدیّریت او د حج دمناسکو لپاره  یو بنسټیز فکر وکړی ، ځکه چې  په دې دندې کې لټی  داسلامی امت راتلونکی  دلاسترو ستونزو  اومشکلاتو سره مخامخ کوی .

داسلامی انقلاب معظم لارښود او دمسلمانانو ولی امر  فرمائیلی ؛  سږ کال د حج په دستورو کې  دایرانیو لیوالو  اومخلصو حاجیانو ځای خالی دی ، خو هغوی  پخپلو زړونو سره د نړۍ دنورو حاجیانو ترڅنګ ولاړ  او دهغوی په حالاتو   اندیښمن دی او دعا کوی ، چې  طاغوتیان  هغوی ته  کوم تاوان ونه رسول شی .

 


Related Articles

Post your comments

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Arba'een
عزای حسینی در عالم
Imam Khamenei demands immediate end to domestic wars in Islamic countries in his Hajj 2017 message
پیام امام خامنه ای به مسلمانان جهان به مناسبت حج 2016
We are All Zakzaky